دهیواد والو لپاره دحقوقی عدالت غوښتنې مرکز(CLAO)پرانیستل شو
دحقوقی عدالت غوښتنې مرکز دحقوقی عدالت غوښتنې مرکز


 

د فساد په وړاندې دافغان اتحاد دخپلو نوښتونو په لړ کې داځل د (  ۱/۴ /  ۲۰۱۳  ) نیټه د (ام.اس.آی ) موسسی په تخنیکي ملاتړاود افغاني نا دولتي موسسو دپیوستون  ادارېپه نوښت  دهیوادوالو لپاره د حقوقي عدالت غوښتنې نوی مرکز پرانیستل شو.

دهیوادوالو لپاره دحقوقې عدالت غوښتنې مرکز له پرانستلو څخه غوره موخه هغوکسانو ته د وړیا حقوقی خدمتونو رسول دي چې له اداری فساد څخه زیانمن شوی اویازیانمنکيږي .

په ټولیزډول عامه پوهاوی؛ له اصلاحاتوڅخه ملاتړ اوداداري فساد څخه زیانمنو کسانو ته د حقوقي خدمتونواسانتیاو برابرول اوپه دولتي ادارو اومحکموکې له هغوې څخه استازیتوب ددې دفتر له غوره دندواومسولیتونو څخه شمیرل کيږي.

دا دفتر د مسلکی او روزل شویوکارکوونکوپه لرلوسره دهیواد د نافذوقوانینو په چوکاټ کی په وړیا او خپلواکه توګه دهغوکسانو سره مرسته کوي چې له اداري فساد څخه زیانمن شوي اویازیانمن کيږي اود افکک دفتر سره په همغږۍ له نورو لارولکه له اړوندې مرجع سره اړیکه؛ د ستونزې حل لپاره داداري حل له لاروڅخه ګته اخیستنه اوله زیانمن سره دمرستې لپاره داسنادواومدارکو د راټولولو او اړوندوارګانونوته د هغه د ورپیژندلو په موخه په هیوادکې د اداري فساد دله منځه وړلو په برخه کې هڅې کوي.

دتفاهم درامنځته کولو په موخه له اړوندو ارګانونوسره د ښواړیکوټينګول ؛په محکمو؛ واټونواود ښارپه ګڼ میشتوسیمو کی د پوسترونو له لاری دعامه خبرتیاووپه برخه کې هڅېکول هغه لومړي ګامونه دي چې ددې مرکز لخوا پورته کیږي.

د هيواوالولپاره دحقوقی عدالت غوښتنی مرکزترلاسه شوي شکایتونه په ځانګړیو فورمو کې ثبتوي او بیا د مناسبو اوقانونی لاروچارو څخه په ګته اخیستنی سره د رامنځته شویو ستونزو دحل لپاره لاس په کارکیيږي.

 

April 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها